ذکریا: داعش ډله په پاکستان کې تنظیم شوی حضور نه لري

پاکستان وايي، په هېواد کې یې د اسلامي دولت وسله واله ډله تنظیم شوی حضور نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا پرون جمعه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل،" اجازه راکړئ چې تکرار یې کړم، په پاکستان کې داعش په تنظیم شوي توګه وجود نه لري."

دا پاکستاني چارواکی یوه ورځ وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې یوه بل استخباراتي چارواکي افتاب سلطان د پارلمان یوې غونډې ته وویل، د داعش ډله په پاکستان کې له نورو وسله والو ډلو سره همغږي لري او له دې هېواد څخه په سلګونو کسان د سوریې جګړې ته د ګډون لپاره تللي دي.

په پاکستان کې د داعش ډلې د زیاتیدونکو ملاتړو په اړه راپورونو او همدارنګه په تېر کال کې هغه خونړیو بریدونو چې دا ډله په کې ښکېل وه دا وېره یې زیاته کړې چې داعش په پاکستان کې د پښې ټینګولو ځای مومي.

خو حکومتي چارواکي په رسمي توګه په پاکستان د داعش موجودیت نه تاییدوي.