اشرف غني به نن د مونشن په دوپنځوسم امنيتي کنفرانس کې خبرې وکړي

په پام کې ده د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د مونشن په دوپنځوسم امنيتي کنفرانس ته د ټروريزم په وړاندې د مبارزې، د کډوالۍ پر بحران او سمه ييز ثبات په باب د افغانستان پر ليدلوري خبرې وکړي.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر غني پرون پر سيمه ييز وخت ماښام مهال د جرمني مونشن ته ورسېد.

د مونشن کلنى امنيتي کنفرانس نن د جرمني په مونشن ښار کې پيلېږي.

په دغه کنفرانس کې د نړۍ مهم مشران د سوريې پر جګړې، د کډوالۍ پر بحران او په ختيځه اروپا کې د روسيې پر مداخله خبرې کوي.

تر دغه کنفرانس مخکې د سوريې د ملاتړ نړيوالې ډلې چې تر لسو د زياتو هېوادونو وزيران په کې شامل دي، وويل، هڅه کوي، په يوه اوونۍ کې په سوريه کې سراسري اوربند ټينګ شي.

له دې سره جوخت د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري نن وويل، چې د مونشن امنيتي کنفرانس ګډونوالو موافقه وکړه چې په سوريه کې د دايمي سولې د ټينګښت لپاره ډېر ژر ښايي په جنيوا کې خبرې پيل کړي.