په بغلان ولايت کې د "تروريستانو" دوه قوماندانان نيول شوي

د کورنيو چارو وزارت وايي، په بغلان ولايت کې د "تروريستانو" دوه قوماندانان نيول شوي دي.

د دغه وزارت په اعلاميه کې ويل شوي دغه دوه قوماندانان قاري برهان او قاري رحمت الله نومېږي او د بغلان په دهنه غوري ساحه کې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو، چې ونيول شول.

اعلاميه وايي چې له دغو کسانو څخه وسله او مهمات هم نيول شوي دي.

دغه عمليات پوليسو کړي دي.