د امریکا پوځ وايي چې په افغانستان کې يې د اسلامي دولت پر ډله يا داعش هوايي حملې په بې ساري ډول زیاتې کړې دي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما تیره میاشت په افغانستان کې د داعش پر ضد په عملیاتو کې د خپلو پوځي قوماندانانو واک زیات کړ.
د امریکا د پوځ ویاند جنرال ولسن شوفنر پرون وویل:
"موږ خپل فشار په بېساري ډول زیات کړی او په ننګرهار کې د داعش پر ضد زموږ حملې هم په تېرو درېیو اونیو کې زیاتې شوې دي."
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي ازادۍ راډيو ته وويل چې دغه عمليات د ولسونو په غوښتنه پيل شوي دي:
"په وروستيو کې چې ولسمشر [محمد اشرف غني] ننګرهار ته راغلى و، ولسونو ورڅخه غوښتنه وکړه چې په اچين او نورو سيمو کې دې د داعش د ځپلو لپاره عمليات دوامداره وي، هغه عمليات اوس هم روان دي، تر اوسه د داعش ډلې ګڼ غړي په کې وژل شوي دي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بيا وايي چې یوازې تیره میاشت یې له نړیوالو ځواکونو سره لږ تر لږه ۲۰ ګډ پوځي عملیات ترسره کړي دي.