دفاع وزارت:د بېلابېلو سيمو په عملياتو ٢٢ تنه وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو سيمو کې پوځي عمليات شوي چې په نتيجه کې يې ٢٢ تنه سخت دريځي وسله وال وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي چې په لوګر، خوست، ميدان وردګ، هرات، بغلان، بلخ، بدخشان او هلمند کې په دغو عملياتو کې ١١ تنه نور سخت دريځي وسلوال ټپيان شوي هم دي.

په اعلاميه کې راغلي چې په دغو پوځي عملياتو کې د ملي اردو پنځه سترېري هم وژل شوي دي.

دغه عمليات د افغانستان ګډو ځواکونو کړي دي.