د امریکا پوځ: په افغانستان کې پر داعش هوايي حملې مو زیاتې کړي

د امریکا پوځ وايي چې په افغانستان کې یې د اسلامي دولت/ داعش پر ‌ډلې هوايي حملې په بې ساري ډول زیاتې کړي دي.

ولسمشر بارک اوباما تېره میاشت په افغانستان کې د داعش پر ضد په عملیاتو کې د خپلو پوځي قوماندانانو واک زیات کړ.

د امریکا د پوځ ویاند جنرال ولسن شوفنر پرون «پنجشنبه» وویل:

"موږ خپل فشار په بې ساري ډول زیات کړی او په ننګرهار کې د داعش پر ضد زموږ حملې هم په تېرو درېیو اوونیو کې زیاتې شوي دي. د صلاحیتونو زیاتېدو زموږ لپاره عملیات اسانه کړي دي."

جنرال شوفنر په ننګرهار کې د داعش پر ضد د حملو د دقیق شمير له څرګندولو ډډه کړې خو ويلي یې دي چې د افغان امنیتي ځواکونو له فشار سره یو ځای يې، په ننګرهار کې داعش ته ضربه ورکړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې یوازې تېره میاشت یې له نړیوالو ځواکونو سره لږ تر لږه ۲۰ ګډ پوځي عملیات ترسره کړي دي.