د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن «جمعه» د امنیت په نړیواله غونډه کې وینا وکړي.
ښاغلی غني به د جرمني په مونشن ښار کې، په دې غونډه کې د افغانستان پر امنیت خبرې وکړي.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني به د دې نړیوالې غونډې په څنډه کې، د نورو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره ځانګړې کتنې هم ولري.
په مونشن کې په دې نړیواله غونډه کې چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سیاسي رهبران او د نړیوالو سازمانونو استازي ورغلي، له ترورېزم سره پر مبارزه، د کډوالو پر بحران او د ناټو تړون پر راتلونکي بحثونه وشي.