د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ایران د اټمي موافقې د عملي کېدو د چارو څارونکی سټېفن مول وايي؛ ایران تر اوسه له نړیوالو سره د اټمي موافقې مواد عملي کړي دي.
سټېفن مول، د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته پرون «پنجشنبه» وویل چې داسې هېڅ سند نه شته چې په دې اړه د ایران له لوري درغلي څرګنده کړي.
دې لوړ رتبه امریکايي چارواکي ویلي:
"هر وخت چې موږ له دې تعهد سره مخالف اقدام ته متوجه شوي یو، ایراني لوری مو خبر کړی او هغوی زموږ اندېښنې لیرې کړي دي."
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کميټې ته پرون د امریکا د خزانې وزارت، د بهرنیو پانګونو د څارنې د ادارې سرپرست جان سمېټ هم خبرې وکړې.
جان سمېټ د سنا دې کمېټې ته وویل چې د امریکا د اقتصادي بندیزونو د څارونکې ادارې په توګه، دې ته متوجه دي چې د ایران دولت د ترورېستي ډلو مالي ملاتړ کوي او د سیمې په بې ثباتۍ کې لاس لري.