"امریکا او عربي هېوادونه دې ټول لوري د مذاکرو مېز ته راغونډ کړي"

د روسیې صدراعظم دمېتري مېدوېدوف خبرداری ورکړی چې که د سوریې بحران حل نه شي او د امریکا او عربي هېوادونو ځمکني ځواکونه دې جګړې ته ور ګډ شي، بل نړیوال جنګ به پيل شي.

مېدوېدوف پرون «پنجشنبه» له یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې واشنګټن او مسکو باید په سوریه کې د جګړې پر ښکېلو خواوو له خپله نفوذه کار واخلي او پر هغوی د اوربند د منلو لپاره فشار راوي.

د روسیې صدراعظم ویلي چې امریکا او عربي هېوادونه باید د سوریې په حالاتو کې تر لاسوهنې وړاندې، محتاطانه فکر وکړي د یوې بلې نړیوالې جګړې تر پيل مخکې، ټول لوري د مذاکرو مېز ته راغونډ کړي.

د روسیې پوځ تېر دوبی په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره هوايي حملې پيل کړې.