سالک:د غازي امان الله خان مقبره په اساسي ډول جوړه شي

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وایي، د ولسمشرله لارښوونې سره سم په ننګرهار کې د غازي امان الله خان مقبره په اساسي ډول جوړوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې ویلي چې د ښارجوړونې وزارت مرستیال امرالدین سالک جلال آباد ته په سفر کې وویل چې لومړۍ به د یادې مقبرې د جوړولو لپاره سروې وکړي او تر ډیزاین او منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پيل کړي.

د بیان له مخې د ښارجوړونې له مرستیال وزیر سره د ننګرهار والي هم وکتل او ویې ویل چې د یادې مقبرې د جوړولو لپاره یې تر دې مخکې وړاندیز کړی و.