د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي، ډېر ژربه د انتخاباتي کمېشنرانو د انتخاب کمېټه خپل کار پیل او نوي کمیشنران به معرفي کړي.
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن آزادي راډیو ته وویل چې د افغانستان کابینې پرون د انتخاباتي نظام د اصلاح او د کمیشنرانو د انتخاب کمېټې د کار په اړه یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې دا کمېټه خپل کار پیلوي:
"له دې وروسته د انتخاب کمېټه په راتلونکو ورځو کې خپل کار ته دوام ورکوي څو یو لیسټ حکومت ته وړاندې کړي چې بیا له هغې ډلې حکومت څو تنه د انتخاباتي کمیشنرانو په توګه انتخاب کړي."
تر دې مخکې د انتخاباتي کمیشنرانو د انتخاب کمېټې د کار د مشروعیت په اړه ځیني پوښتنې راولاړې شوې وې او غوښتنه شوې وه حکومت باید د دوی د کار طرحه تصویب کړي.