د سوريي د اوربند په اړه د روسيي وړاندیز

امریکایي چارواکي وایي، روسیې وړاندېز کړی چې په سوریه کی دې د مارچ له لومړۍ نېټې اوربند ټینګ شي خو خومتحده ایالات وایي، جګړې باید سمدستي بندې شي.

یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی پرون اسوشیټیډ پرېس اژانس ته وویل چې واشنګټن په دې باور دی چې روسان او د سوریې پوځ د ځان لپاره درې اونۍ وخت سپموي ترڅو په دې موده کې د مخالفینو پرځواک ځمکنۍ حملې شدیدې او د اوربند له ټینګیدو مخکې د پام وړسیمې ونیسي.

امریکایي چارواکي وایي، واشنګټن غواړي چې اوربند دې سمدستي ټینګ شي او ټولو هغو ملکیانو ته دې د بشري مرستو رسولو لارې پرانیستل شي چې په جګړو کې بند پاتې دي.

په ملګروملتونو کې د روسیې سفیر ویټالي چورکین پرون وویل چې روسي او امریکايي چارواکو په مونشن کې په سوریه کې د اوربند په اړه ډیرې مهمې خبرې کړې دي.

د جرمني په مونشن کې د امریکا د متحدو ایالتونو، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو چارواکي په نړېوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره راټول شوي چې د بحث یوه موضوع به یې هم سوریه وي.