د بغلان اوسېدونکو په یاد ولایت کې د اوربند غوښتنه وکړه

د بغلان ولایت ځینو قومي مشرانو، مدني فعالانو او اوسېدونکو افغان ځواکونه تورن کړل چې په جګړو کې ملکیانو ته ډېر تلفات دوی اړولي دي.

دغو کسانو نن په کابل کې په یوه غونډه کې دا مساله یاده کړه او ویې ویل چې باید په بغلان کې بېړنی اوربند ټينګ شي او اغېزمنو ته عاجلې مرستې ورسېږي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي چې د ملکیانو د خوندیتوب برخې ته جدي پاملرنه لري.