د کورنیو چارو وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه ډله ملي پولیسو ته تسلیم شوې ده.
دغه وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې د ملا محمد حسین په مشرۍ د وسله والو مخالفینو یوه ۱۱کسیزه ډله له وسلو سره پولیسو ته تسلیم شوي او له مخالفت نه یې لاس اخیستی دی.
د بیان له مخې دغې یولس کسیزې ډلې له دې مخکې په هرات کې د دولت ضد فعالیتونه کول او د سولې له پروسې سره تر یو ځای کېدو وروسته یې ژمنه وکړه چې سوله ییز ژوند به غوره کوي.