د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني له افغان هوايي پوځ سره د ډېرې همکارۍ او پانګونې ژمنه وکړه.
ولسمشر غني نن د افغان هوايي پوځ د الوتکو او امکاناتو د لیدلو او هوايي نندارو په غونډه کې یادونه وکړه چې هوايي ځواکونو په سختو شرایطو کې افغانستان ته خدمت کړی دی او افغان حکومت به هم لازمه پاملرنه ورته وکړي.
ښاغلي غني همداراز د افغانستان د دفاعي او امنیتي ارګانونو او بهرنیو ځواکونو له مسوولینو مننه وکړه چې د پوځ لپاره یې د خدمت په خاطر سرښندنې کړي دي.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د هوايي پوځ قوماندان وویل چې افغان پوځیانو اوس ښې جنګي الوتکې په واک کې لري او تمه ده د راتلونکي کال له پیله شاوخوا اته نورې الوتکې په جګړو کې وکارول شي.