د امریکا د پوځ د یوه ضابط بو برګډال د محاکمې لپاره د تیاري بهیر وځنډول شو.
دا کار یو شمېر سري، پوځي اسنادو ته د څارنوالانو د لاس رسي د محدودیت له امله شوی دی.
د برګډال د محاکمې د تیاري د بهیر د ځنډیدو حکم، پرون د امریکا د پوځ د جنايي جرمونو د استیناف محکمې کړی دی.
څارنوالانو پرون له محکمې غوښتنه وکړه چې دا بهیر تر هغو وځنډوي چې د برګډال مدافع وکیل د دې مسئلې په اړه د ځانګړو اسنادو، دوسیه تر لاسه کړي.
په څه باندې درې لکه پاڼو کې دا راغونډ شوي اسناد باید وکتل شي او د برګډال د برخلیک لپاره مهم ګڼل کیږي.
بو برګډال په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په پکتیکا کې عسکر و .
دی د خپلو قوماندانانو له خبرولو پرته، له پوستې وتلی او بیا وسله والو طالبانو نیولی وو.
برګډال پينځه کاله له طالبانو سره په برمته کې تیرل کړل. دی په ګوانتنامو کې د طالبانو له څو لویو قوماندانانو سره تبادله شو.
خو بو برګډال څوک دی؟کیسه يې څه ده؟ ولې د ده محاکمه دومره پیچلې شوې ده؟
فرشتې جلالزۍ په دې اړه له خبریال سمیع یوسفزي سره چې د برګډال د نیول کیدو او تبادلې پر جزئیاتو خبر دی او څیړنیز رپوټونه یې ورباندې جوړ کړي، مرکه کړې ده.
له یوسفزي څخه په پیل کې پوښته شوې چې د برګډال دوسیه ولې جنجالي شوې ده؟
Your browser doesn’t support HTML5
له سمیع یوسفزي سره مرکه