د ناټو سرمنشي وايي، د جرمني، یونان او ترکیې پر غوښتنه غور کوي

جرمني، یونان او ترکیې له ناټو غوښتنه کړې چې د هغو کډوالو د تعقیب په هڅو کې خپل رول ولوبوي چې له ترکې د مدیترانې د سمندر له لارې یونان ته ځانونه رسوي او په اروپا کې د پناه غوښتنه کوي.

د ناټو سرمنشي پرون د بروکسل په غونډه کې وویل چی دی به د اروپا له سرحدي امنیتي ادارو سره د مدیترانې پرسمندر د څارنې لپاره د پر دغې ګډې غوښتنې په جدي ډول غور وکړي ترڅو د هغو قاچاق وړونکو د فعالیتونو په اړه یو واضح تصویر ترلاسه کړي چې د ترکیې له سواحلو خلک قاچاق کوي.

دا به لومړی ځل وي چې دغه پوځي تړون د اروپا د کډوالو په بحران کې ښکېل کېږي.

د ترکیې او یونان ترمنځ د اوبو او وچې لارې، اروپا ته د کډوالو د تلو یو اساسي دالان بلل کېږي.

اروپایي ټولنې ته ورغلي په سلو کې اتیا کډوال او پناه غوښتونکي چې د سوریې له کورنۍ جګړې تښتېدلي کډوال هم په کې شامل دي، له همدي لارو تېر شوي دي.

د وړاندیز شوي څارونکي ماموریت له مخې به ناټو راټول شوي معلومات ترکي چارواکو ته سپاري ترڅو د انسانانو قاچاق وړونکي تعقیب کړي او ترکیه به هم هغه کډوال بېرته مني چې ناټو یې نیسي.