د افغانستان د نوي ملي جبهې او د سیاسي اپوزسیون مشر انوار الحق احدي وایي، د قانون په چوکاټ کې د نوي حکومت د جوړیدو غوښتنه کوي.
ښاغلي احدي د ازادي راډيو د حقیقت څه دی له پروګرام سره په مرکه کې وویل چې د ملي وحدت حکومت د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاته راغلی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست له دې مخکې د ښاغلي احدي د ورته غوښتنې په ځواب کې ویلي و چې د ملي وحدت حکومت د قانون له مخې جوړ شوی دی او دوام به وکړي.
د نوي ملي جبهې له مشر انوارالحق احدي سره د ازادي راډيو خبریال محمد قسیم سوله مل مرکه کړې ده:
Your browser doesn’t support HTML5