امریکا په افغانستان کې د القاعده شبکې پر مشر الحبابي بندیزونه ولګول

د امریکا خزانې وزارت پر سلام محمد نجیم الحبابي بندیزونه ولګول.

د امریکا خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې الحبابي د افغانستان په ختیځ کې د القاعده شبکې مشر دی چې د وسله والو ملاتړ کوي او ترورستي فعالیتونه کوي.

د خزانې وزارت د پرېکړې له مخې په امریکا کې د الحبابي شتمنۍ کنګل شوې او په امریکا کې هېڅ څوک نه شي کولی چې له الحبابي سره راکړه ورکړه وکړي.

د امریکا د خزانې په وزارت کې د ترورستي او مالي استخباراتي هڅو د برخې د مخنیوي مرستیال اډم زوبین وویل، د امریکایانو د حمایت او د خپلو افغان متحدانو لپاره به د خزانې وزارت بیا هم د الحبابي په څېر د القاعده نور مشران په نښه کړي.

الحبابي له ۲۰۰۹ میلادي کال راپه دې خوا د افغانستان په ختیځ کې د القاعده مشري کړې.