په کابل کې د روسې سفیر د داعش په وړاندې دافغان حکومت هلې ځلې وستایلې

د روسیې سفیر د داعش په وړاندې د افغانستان د حکومت هلې ځلې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به مرستې وکړي.

دافغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډيو ته وویل چې الکساندر مانتیسکي دا خبره د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار سره په لیدنه کې وکړه.

تواب غورځنګ ازادي راډيو ته وویل:

"د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کابل کې د خپل کار په دفتر کې د روسیې له سفیر سره وکتل او پر مختلفو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وشوې."

روسیې تېره میاشت ویلي وو چې په لنډ راتلونکي کې به د افغانستان حکومت ته۱۰ زره کلاشینکوفونه وسپاري.

د روسیې سفیر تېره ورځ له حنیف اتمر سره د لیدو پر مهال وویل چې د افغانستان د ملي امنیت له ځواکونو سره به په نېږدې راتلونکې کې مسکو پوځي مرسته وکړي.