ایران د نیول شویو امریکايي سمندري ځواکونو نور تصویرونه خپاره کړي

ایران د هغو امریکایي سمندري ځواکونو نور تصویرونه خپاره کړي چې تېره میاشت سپاه پاسداران انقلاب نیولي وو.

په یوه عکس کې یو پوځي ښکارې چې ژاړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند سامویل ویربرګ وویل چې په ښکاره له دې تصویرونو د تبلیغاتو لپاره کار اخیستل کېږي.

د راپور له مخې دا تصویرونه د ایران دولتي تلویزیون خپاره کړل،بیا یو شمېر ویب پاڼو او د افراطي ډلو رسنیو شریک کړل.

د جنوري په ۱۲مه د یوې نجلۍ په ګډون۱۰ امریکایي سرتېرې په ناپوهي د ایران اوبو ته داخل شوي وو چې ایراني ځواکونو ونیول، بیا د جنوري په ۱۳مه څو ساعته وروسته تر نیولو خوشي شول.