اروپا ته غیر قانوني تګ، یوه بله افغانه کورنۍ د ویر په ټغر کېنوله

Your browser doesn’t support HTML5

اروپا ته د غیرقانوني لارو څخه تګ، یوه بله افغانه کورنۍ د ویر په ټغر کینوله. د دې کورنۍ مشر د خپلې میرمن نیلوفر او زوی محمد د جنازې په مراسمو کې په کابل کې ازادي رادیو ته وویل، د لور "نسترن" مړی یې لاموندل شوی نه دی. د نیلوفر او محمد د جنازې مراسم په کابل کې ترسره کیږي، د دوی مور او زوی په دې وروستیو کې د ترکیې او یونان ترمنځ اوبو کې، ډوب شوي وو. ویډیو:الیاس صالح