د سالنګ لویه لاره د ډيرې واورې د وریدو او توفان له وجې د ترافیکو په مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې چارواکي وایي چې دا لاره به د طوفان له دریدو وروسته پرانیستل شي.
تردې وړاندې د کابل-مزارشريف پر لويه لاره په جنوبي سالنګ کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او نژدې ۳۰ نورټپیان دي.
د سالنګ امنیه قومندان ضیا الرحمان هاشمي ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د جنوبي سالنګ د خاکي پول په سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي وویل چې د سپرليو يو ٤٠٤ ډول بس موټر چې له مزارشريفه د کابل پر لوري روان و په ياده سيمه کې چپه شوى دی.
په یاده لویه لاره تردې وړاندې هم ورته پېښې شوي دي.