احدي:که راتلونکي انتخابات شفاف نه وي هېواد به بحران ته ولاړ شي
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د نوي ملي جبهې مشر خبرداری ورکوي که راتلونکي انتخابات په شفاف ډول ترسره نه شي، نو هېواد به د بحران خوا ته ولاړ شي.
انورالحق احدي د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو په اړه جوړ شوي سیمنار کې ټینګار وکړ چې حکومت باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات په شفاف ډول ترسره کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو په وړاندې پرتې ستونزې مني، خو له سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او خلکو غواړي چې د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو کې له دوی سره مرسته وکړي.
ویډیو:ولي سباوون