د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي چې په اچین ولسوالۍ کې له نن سهار راهیسې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ سخته جګړه پیل شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډيو ته وویل چې په دې جګړه کې تر اوسه د داعش ډلې څلور کسان وژل شوي دي.
نوموړي همدارنګه وویل چې په دې نښته کې څلور وسله وال طالبان هم ټپیان شوې دي.
خو تر اوسه دغو ډلو په اچین ولسوالۍ کې د روانې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.