بلغاریا د دغه هېواد د یونسکو مشره د ملګرو ملتونو سرمنشي توب ته نومولې ده

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دغه هېواد د یونسکو عمومي ريیسه ایرینا بوکوفا یې د ملګرو ملتونو سرمنشي توب ته نومولې ده.

د ملګرو ملتونو د اوسني سرمنشي بانکي مون د ماموریت دوره د سږ کال په پای کې بشپړېږي.

بوکوفا په داسې حال کې نومول کېږي چې په دې اړه اټکلونه او اوازې تودې دي چې له ۱۹۴۹ میلادي کال را په دې خوا له اتو نارینه وو وروسته به یوه ښځه د ملګرو ملتونو سرمنشي شي او کنه.