د عراق صدراعظم ددغه هېواد په کابینه کې د بدلونونو اعلان وکړ

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي اعلان وکړ چې په کابینې کې به بدلون راولي او د هغو وزیرانو پر ځای به چې د سیاسي تړاوونو پر اساس ټاکل شوي، تکنوکراتان وګوماري.

عبادي په یوه وینا کې چې پرون د عراق دولتي تلویزیون خپره کړه، وویل:

"زه د دې لپاره چې په کابینه کې مسلکي، تکنوکراټ او اکاډمیک شخصیتونه شامل کړم، په کابینې کې د بنیادي بدلون غوښتونکی یم."

د عراق صدراعظم پر پارلمان او ټولو سیاسي اړخونو غږ وکړ چې په دې جدي مرحله کې ورسره همکاري وکړي.

د عراق وزارتونه د دغه هېواد د مخکښو سیاسي اړخونو ترمنځ وېشل شوي چې له کبله یې حکومتولۍ کمزورې شوې او خپلوي پالنه ډېره شوې ده.