د کونړ په وټپور ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوې دي.
د کونړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډيو ته ویلي چې دا پېښه تېر ماښام رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې وژل شوي ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو.
تردې وړاندې هم ورته پېښې د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې شوي چې یو شمېر ماشومان یې مړه او ټپیان کړي.