د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، روسیه په سوریې کې په ښکېلتیا سره د هغه هېواد د پنځه کلنې جګړې د ختمولو لپاره ډیپلوماټیکي هڅې له ستونزو سره مخامخ کوي.
د سوریې حکومتي ځواکونو د روسیې د هوایي بریدونو په ملاتړ د یاغیانو ځیني پناه ځایونه تر محاصرې لاندې راوستي دي او په دې اقدام سره د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سوریې د سولې خبرې وځنډېدې.
دغه خبرې تېره اوونۍ په ژنیو کې کېدونکي وې.
کري د سې شنبې په ورځ ویلي چې په حلب او نورو سیمو کې د روسیې فعالیتونه د دې سبب شوي چې د جګړو ښکېل لوري ونه توانېږي د مذاکراتو لپاره راټول شي او جدي خبري اتري وشي.
ټاکل شوې جان کري نن په مونشن کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري.
لاوروف ویلي مسکو د سوریې د جګړې د ختمېدو لپاره واشنګټن ته نوې وړاندیزونه ورکړي دي.
نوموړي پرون په یوې مرکې کې ویلي چې پلان یې ځانګړی او ساده دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.