د کویټ یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي چې هېواد یې په سوریې او عراق کې د داعش ډلې په وړاندې د نړېوالو هڅو ملاتړ کوي، که څه هم د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې د دوی سرتېري نشي کولی له خپلو پولو بهر وجنګېږي.
کویټ چې د امریکا او د خپل ګاونډي سعودي عربستان او عراق یو متحد دی، د هغو ۳۴ هېوادونو د ایتلاف یو غړی هم دی چې د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د سعودي عربستان په مشرۍ جوړ شو.
د دې ایتلاف هدف په عراق، سوریې، لیبیا، مصر او افغانستان کې له داعش او القاعده ډلې سره مبارزه ده.
د کابینې په چارو کې د کویټ د دولت وزیر شیخ محمد المبارک الصباح په یوې مرکې کې ویلي هېواد یې د داعش په وړاندې جګړې کې ولاړ دی.
"کویت د خلیج د همکاریو شورا په ځانګړي ډول له سعودي عربستان سره د داعش په وړاندې جګړه کې له خپلو وروڼو سره اوږه پر اوږه ولاړ دی، موږ خوښ یو او د دې وړتیا لرو چې د خپل اساسي قانون په چوکاټ کې هغه څه چې اړین دي تر سره کړو."
کویټ او د خلیج یو شمېر نور هېوادونه د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې جګړه کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره هم له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي مرسته کوي.