ترکیې په هغه هېواد کې د امریکا سفیر احضار کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو څرګندونو په اړه یې پوښتلی چې وایي واشنګټن د سوریې د کُرد ډیمواکراټیک اتحاد ګوند د یوه تروریستي سازمان په توګه نه پېژني.
انقره دغه ګوند د کُرد کارګر ګوند یا پې. کې. کې یوه برخه ګڼي چې د ترکیې په جنوب کې د کردانو د خپلواکۍ لپاره جنګېږي.
د پي. کې. کې ګوند ته ترکیه، امریکا او اروپایي ټولنه د یوه تروریستي سازمان په سترګه ګوري.
واشنګټن په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې د سوریې د کُرد ډیموکراټیک اتحاد ملاتړ کړی دی.
ترکي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د امریکا سفیر جان باسJohn Bass یې د سې شنبې په ورځ احضار کړی او په دې اړه یې د انقرې اندېښنه ورسره شریکه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي دا خبره د فبرورۍ پر اتمه نېټه کړې وه چې د پې. وای. ډي یا د سوریې د کُرد ډیموکراټیک اتحاد ګوند د تروریستي سازمان په توګه نه پېژني.
دغې موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي خړ پړې کړې او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان حتی پر واشنګټن غږ کړی چې د پې. وای. ډيPYDاو ترکیې ترمنځ یو د خپل متحد په توګه انتخاب کړي.