په سوریې کې د بې پولو ډاکټرانو پر یوه روغتون په هوایي حمله کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا روغتون د سوریې په جنوب کې د اردن پولي ته نېږدې په طفس نومې سیمې کې موقعیت درلود.
په دې سیمه کې د سوریې د حکومت او یاغیانو تر منځ جګړه روانه ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه هوایي حمله چا کړې ده، خو په دې وروستیو اونیو کې د سوریې حکومت هڅه کوي د روسیې په هوایي ملاتړ سره د دغې سیمي کنټرول له یاغیانو څخه واخلي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایي، په دې حمله کې چې د فبرورۍ پر پنځمه شوی د روغتون د ودانۍ یوه برخه ویجاړه شوې ده او د امبولانس خدمات یې په ټپه درېدلي دي.
د دې سازمان په خبره په وروستیو هوایي بریدونو کې د سوریې د روغتیایي امکاناتو وضعیت چې له وړاندې هم ښه نه وو، زیانمن کړی دی او خلک بېړنیو روغتیایي امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري.