د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د ننګرهار د اډې موزیم د بیارغونې ژمنه وکړه

د افغانستان د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د ننګرهار د اډې موزیم د بیا رغوني ژمنه کړې ده.

دغه موزیم د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوی، اثار یې لوټ او ساحه یې د غصب له ګواښ سره مخامخ ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري او مالي مرستیال زردشت شمس له خپل جاپاني سیال سره د سې شنبې په ورځ ددغه موزیم تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې هڅه کوي د دې ډول ملي شتمنیو په بیارغونه کې د نړېوالو پام راواړوي.

ښاغلي شمس زیاته کړه:

"دغسي یوه تاریخي ساحه چې د بودایې اثارو تر ټولو مهم او ارزښتناکه موزیم وو حتی د سیمي په کچه، په داسي حال کې چې تاریخي اثار یې ټول لوټ شوي دي اودانۍ یې هم ډېره تخریب او غصب شوې ده، په دې اړه به کوښښ وکړو د نړېوالو پام راواړوو، په لومړي قدم کې به یې سیمه احاطه کړو، بیا به د نړېوالو په مرسته د دې موزیم په بیارغونه او جوړولو پیل کوو."

ټاکل شوې په راتلونکې اپریل میاشت کې په جاپان کې د افغانستان د طلاتپې او د بګرام د ای خانم د اثارو نندارتون جوړ شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، تر دې نندارتون وروسته به ټول هغه تاریخي اثار چې د څلورو لسیزو په موده کې له افغانستان څخه قاچاق شوي وو او د نړېوالو باستاني ادارو لاسته ورغلي، بېرته افغانستان ته ورکړل شي او دوی به یې په همدغو موزیمونو کې ځای پرځای کړي.