د پیسو نړېوال وجهي صندوقIMF له اوکراین سره خپله مرسته ترهغو بنده کړې چې دا څرګنده شي، ایا د دې هېواد اوسنی حکومت دوام کولای شي.
د اوکراین حکومت تېره اوونۍ وروسته له هغې کمزوری شوی چی د اقتصاد وزیر ناڅاپي له خپلې دندې لېرې شو او د مالیې د وزیرې ناټالیا یاریسکو څرګندونو هم وښوده چې سیاسي ستونزو له نړېوالو پور ورکونکو سره د اوکراین اړیکي له ګواښ سره مخ کړي دي.
نړېوالو پور ورکونکو اوکراین چې له اقتصادي رکود سره مخ دی، په پښو درولی دی.
د صدراعظم ارسیني یاڅینوک د قانوني اجراتو په اړه له یوې ارزیابي وروسته هغه دې اته اړشو چې د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي او په کابینه کې پراخ تغیرات راوړي.
حکومت دغه راز د فبرورۍ د میاشتې په نیمایي کی د پارلمان له خوا د عدم اعتماد له رایه ګیري سره هم مخامخ دی.
اوکراین د اوکتوبر له میاشتې راهیسې له نړېوال وجهي صندوق څخه د زیاتې مرستې د ترلاسه کولو لپاره سترګې په لاره دی.
دا د هغو۴۰ میلیارډ ډالرو مرستې یوه برخه ده چې نړېوال وجهي صندوق، اروپایي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو له خوا دې هېواد ته ورکول کېږي.