د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ سرپرست محمد عوض نظري نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې پنځه کلي له وسله والو پاک شوي دي.
ښاغلي نظري زیاته کړه چې د دڼدي غوري ولسوالۍ په عملیاتو کې هم د پام وړ پرمختګ شوی.
له تېرو دوو اونیو راهیسې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان او ډنډي غوري ولسوالیو کې افغان ځواکونو د وسله والو پرضد پراخ پوځي عملیات پيل کړي چې اوس هم روان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.