مجاهد:د ملا حسن رحماني مړینه به د سولې پر بهیر ناوړه اغېز ولري

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړي ملا حسن رحماني مړینه به د سولې په روان بهیر ناوړه اغیز وکړي.

د دغې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، حسن رحماني هغه خیر غوښتونکی کس و چې د امنیت او ثبات لپاره یې هڅې کولې.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

" د دا ډول شخصیتونو نه شتون به په رښتیا هم د سولې پر پروسه یو څه منفي اغېز ولري، دا چې هغه د افغانستان د سولې په اړه ښه نیت درلود، نو پر سوله به هم ناوړه اغېز وکړي."

د ځینو راپورونو له مخې ملا حسن رحماني تېره شپه په مرموز ډول مړ شوی.

دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د ملاحسن مړینه تایید کړې او ویلې یې دي چې نوموړي د ځیګر سرطان درلود.

ملا حسن رحماني د طالبانو د هغه پلاوي غړی و چې تېر کال یې د چین په ارومچي کې د افغان حکومت له پلاوي سره و لیدل.