د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د افغان ګډو ځواکونو د پوځي عملیاتو پرمهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن شيرین اقا ازادي راډيو ته ویلي چې یاد وسله وال د د غه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په وژل شویو وسله والو کې د روداتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال روستم حقیار هم شامل دی.
د دولت وسله الو مخالفینو د یادې پېښې په اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.