د بغلان والي وايي چې کابل ته د وارداتي برېښنا د پایو د بېرته رغولو لپاره په سیمه کې پیل شوي عملیات وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
عبدالستار بارز نن ازادي راډيو ته وویل کله چې په سیمه کې امنیت ټینګ شي، د برېښنا پایې د بیا رغونې چارې به ژر پيل شي او په کمه موده کې به کابل ته برېښنا ولېږدول شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې تر اوسه له دوی سره په دې اړه امنیتي ځواکونو معلومات نه دي شریک کړي.
شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې وسله والو د بغلان د ډنډي غوري ولسوالۍ اړوند په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د برېښنا پایې ونړولې او کابل ته یې د ازبکستان د وارداتي برېښنا جریان قطع کړ.
هغه مهال طالبانو ویلي وو چې دوی د برېښنا پایې له منځه نه دي وړي.