د هرات امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د شینډند ولسوالۍ پر سرحدي پوستو حمله کړې چې د جګړې په نتیجه کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د افغانستان په لوېدیځ کې د سرحدي پولیسو د ۷۰۵ نمبر قوماندانۍ رییس ارکان ګلبدین الکوزي ازادي راډیوته وویل چې طالبانو دا حمله نن سهار وختي د ایران سرحد ته نېږدې وکړه چې یو نیم ساعت یې دوام درلود.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه، په جګړه کې یوه اندازه وسلې، مهمات او وسایط هم د سرحدي پولیسو لاس ته ورغلي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.