په بغلان کې ۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

د بغلان امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې اته تنه وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرشید بشیر ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښته تېره ورځپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې شوې چې وروسته طالبان په شا شول او یو پوځي مرکز هم د طالبانو له محاصرې څخه ایستل شوی.

ښاغلي بشیر زیاته کړه چې په نښته کې وسله وال طالبان د مرکزي بغلان ولسوالۍ د منګلو له سیمې څخه هم چې څو ورځي مخکې یي نیولې وه په ښا تمبول شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.