د امریکا د رسنیو ځواکمن شخصیت او د نیویارک پخواني ښاروال مایکل بلومبیرګ پرون اعلان وکړ چې ښايي د خپلواک کاندید په توګه د انتخاباتي سالیو ډګر ته راووځي.
که بلومبرګ ځان کاندید کړي، دا به د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یو نوی ټکان ورکړي.
بلومبرګ پرون فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې دی د انتخاباتو د ټولو اړخونو په اړه څېړنه کوي.
ده د کاندیدانو پر اوسنی ترکیب سخت انتقاد وکړ.
بلومبرګ وویل چې د اوسنیو کاندیدانو خبرې او بحثونه رایو ورکوونکو ته سپکاوی او ډېرې سطحي دي.
نوموړي زیاته کړه چې امریکایان تر دوی د لوړو کسانو لیاقت لري.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی وو چې بلومبرګ خپلو سلاکارانو ته دنده سپارلې چې د یوه خپلواک کاندید په توګه په انتخاباتو کې د ده د ګډون پلان جوړ کړي او دې کمپاین ته به دی له خپلې ۴۰ میلیارډ ډالره پانګې څخه یو میلیارډ ډالر جلا کړي.
د بلومبرګ د رسنیو د ګروپ مشر د جمهوري غوښتونګي ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ په پرتله شتمن دی.
بلومبرګ ته نېږدې کسانو ویلي دي چې نوموړی په تندلارو ښي اړخو کې د ټرمپ د ظهور او کیڼ اړخ ته د هیلیري کلینټن د تمایل له کبله هڅول شوی دی.