په امریکا کې یوې محکمې د داعش ډلې د یوه وژل شوي مشر پر مېرمنې تور لګولی چې د برمته شوې امریکايۍ کایلا مولر په وژنه کې یې مرسته کړې ده.
نسرین اسد ابراهیم بهار چې په ام سیاف مشهوره وه تېرکال وروسته له دې چې ونیول شوه اعتراف کړی و چې دې او خاوند یې مېرمن مولر چې د یوې مرستندویې ټولنې کارکوونکې وه یرغمل کړې او په بند کې ساتلې وه.
امریکايي چارواکي وايي، مېرمن مولر د اسارت په موده کې څوځلې د داعش له مشر ابوبکرالبغدادي سره زنا ته اړ کړل شوې وه.
امریکايي څارنوالانو ام سیاف له یوې نړېوالې تروریستي ډلې سره په داسې مرسته تورنه کړې چې په نتیجه کې یې قتل شوی.
دا قضیه د کایلامولر د مړینې له تایید څخه یوکال وروسته رابرسېره شوې خو معلومه نه ده چې آیا ام سیاف به د محاکمې لپاره امریکا ته راوستل شي کنه.
دا ۲۵ کلنه عراقۍ مېرمن اوس مهال په عراق کې په توقیف کې ده او څارنوالان هلته تحقیقات ترې کوي.
د نوموړې خاوند ابو سیاف چې د داعش له خوا د وزیر په توګه ټاکل شوی و، تېرکال په مې میاشت کې د داعش پر یوه مرکز په عملیاتو کې ووژل شو.