د ایران انټرپول پولیسو یو افغان وګړی چې د یو تن په قتل تورن و نیولی او افغان چارواکو ته یې سپارلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې تورن علي احمد د هرات ولایت د غوریانو د ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د یو کس له وژلو وروسته ایران ته تښتیدلی و.
د افغانستان د انټرپول پولیسو مشر سید افندي وايي، د ایران د انټرپول پولیسو د هڅو په نتیجه کې قاتل وپېژندل شو او تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته وسپارل شو.
د کورنیو چارو د وزارت په وینا په قتل تورن کس د تحقیق لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوی دی.