د بامیانو اوسېدونکو دغه ولایت ته د غځېدلولارو د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه

د بامیانو زرګونو اوسېدونکو پرون دغلته د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومت څخه وغوښتل چې د دغه ولایت د لویې لارې امنیت دې تامین کړي.

د راپورونو له مخې په دغه مظاهر کې پر عامو وګړو سربېره د ملي او ولایتي شورا یو شمېر غړو او مدني فعالانو هم برخه اخیستې وه.

مظاهره چیانو د ملي یووالي له حکومت څخه غوښتنه کول چې د پروان او میدانو وردګو ولایتونو له لارو دې د کابل بامیان د لویې لارې امنیت ټینګ کړي.

ویل کېږي چې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې د ۳۰ په شاو خوا کې د بامیانو اوسېدونکي د کابل سره د دغه ولایت په لویه لاره د وسله والو کسانو له خوا یرغمل شوې دي.