کاناډا وايي، تر راتلونکو دوو اونیو پورې په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد هوايي بریدونه پای ته رسوي.
د کاناډا صدراعظم جسټین ټراډاو پرون دوشنبې وویل، هېواد یې شپږ جنګي جېټ الوتکې چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد هوايي بریدونو کې برخه لري له نړېوال ایتلاف څخه باسي.
نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل چې هېواد یې د دې اقدام په بدل کې د عراقي ځواکونو د روزنې لپاره د خپلو پوځي روزونکو شمېر زیاتوي.
په دې ترتیب به د هغو کاناډايي سرتېرو شمېر۸۳۰ تنو ته ورسېږي چې عراقي کردانو ته د دې هېواد په شمال کې روزنه ورکوي.
امریکايي چارواکو د کاناډا د دې اقدام هرکلی کړی او د داعش د وسله والې ډلې پر ضد یې د دغه هېواد رول ستایلی دی.