جاپان د ماین پاکۍ له دوو پروژو سره څه باندې یوولس لکه ډالره مرسته کوي

جاپان نن د ماین پاکونې له دوو پروژو سره څه باندې یوولس لکه ډالره مرسته اعلان کړه.

په کابل کې د جاپان له سفارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې د ماین پاکونې دا پروژې به په کابل، بغلان، پروان او سمنګان ولایتونو کې پلې او نږدې یو نیم میلیون متر مربع ځمکه به له ماینونو پاکه شي.

د جاپان سفیر هیروشي تکاهاشي له HALO Trustاو ATC مؤسسو سره د دغو مرستو د تړون پر مهال وویل چې د ماین پاکۍ د دغو دو پروژو په پلي کولو سره به د ډیرو خلکو ژوند وژغورل شي او آزاد تګ راتګ به کوي.

جاپان له دې وړاندې د ماین پاکۍ په ګډون د کرنې، زیربنا، روغتیا او بشري حقونو د ټینګښت په برخه کې هم له افغانستان سره مرستې کړي دي.