د غور په دولینه کې یوه ښځه د خپل خاوند له لوري وژل شوې

د غور په دولینه ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.

د دولینې ولسوال محمد حسین دانشیار ازادي راډيو ته وویل چې دا ښځه له یوه سړي سره د جنسي اړیکې په تور تیره شپه په زانو سیمه کې وژل شوې ده.

ښاغلي دانشیار وویل، که څه هم دا سیمه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده خو په دې اړه څيړنې پیل شوې دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې په دې ورستیو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.