د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې نږدې۵۱ زره خالي پوستونه په وزارتونو کې موجود دي.
د دغه وزارت مرستیال واصل نور مهمند نن ازادي راډيو ته وویل هڅه کوي ترڅو له نورو وزارتونو سره په همغږۍ خلکو ته کارې زمینې برابرې کړي.
نوموړي وویل چې د پرسونل د کمښت له وجې په اداري اصلاحاتو کمېسیون کې د خلکو د ګمارنې پروسه ځنډیدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې سلګونه ځوانان د بې کارۍ له وجې مجبوره شوي چې بهرنیو هېوادونو ته په سختو او قاچاقي لارو لاړ شي.