د خوست د سولې شورا غړي، قومي مخور او مدني فعالان په هېواد کې قانون ماتونه، ظلم، د حکومت او شخصي خلکو د ځمکو او جایدادونو غصب، د واک پر سر د حکومت د چارواکو تر منځ اختلافونه د سولې د ټینګولو پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه بولي.
دوی چې د دوشنبې په ورځ په خوست کې د اوسکار یا د ټولنیزو، کلتوري او عامه پوهاوي ادارې له خوا په سوله کې د ځوانانو او مدني فعالانو رول تر سرلیک لاندې په یو ورځني سیمینار کې راغونډ شوي ول، ویناوالو ته یادونه وکړه چې په جګړه کې د ښکېلو افغانانو له مخامخ خبرو پرته په دې هېواد کې ژر سوله نه شي راتلی.
د خوست د سولې شورا رئیس مولوي حنیف شاه حسیني یادونه وکړه چې د نظام په داخل کې یو شمېر ستونزې د دې لامل شوي چې سوله ځنډنۍ شي او وسله وال سولې ته زړه ښه نه کړي.
ښاغلي حسیني زیاته کړه:
"حکومت شته، اساسي قانون شته، وزیر شته، رئیس جمهور شته، هر شی شته خو سولې ته لار نه شته چې په یو وطن کې ظلم وي، غصب وي، خلک په بادشاهۍ جوړ نه وي، شمال جنوب وي، نو سوله هلته راتلی شي چې غصب نه وي، سوله هلته راتلی شي چې قانون وي، سوله هلته راتلی شي چې ظلم نه وي، هله راتلی شي چې غلا نه وي."
قومي مشر سخي جان سرحدي وویل چې په درېیم او څلورم هېواد کې د یو ملت د سولې لپاره تصمیم نیونه هومره ګټوره نه تمامېږي، څومره چې هغې ته هیلې وي.
ده د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې یو بل سره دې مخامخ کېني، ګذشت دې وکړي او ستونزو ته دې حل لارې پیدا کړي.
قومي مشر شریف الله وايي چې د وسله والو سره دې، د دوی د خپلوانو او دوستانو له لارې اړیکې ټینګې شي او هغوی دې سوله ییز ژوند ته وهڅول شي.
دی زیاتوي چې د شته ځاني تلفاتو تر ډېرېدو مخکې باید د ټولنې ټول وګړي د سولې لپاره هڅې وکړي.
ښاغلی شریف الله زیاتوي:
"بهترینه خبره دا ده، دې لپاره چې موږ زیات ضایعات نه وي لرلي، نفصانات مو نه وي کړي، قومي مشر، دهقان، ژورنالیست، یو دیني عالم او یو دکاندار د سولې لپاره ځکه کار وکړي چې سوله د هر چا لپاره ده، دا یوازې د حکومت کار نه دی."
د سیمنیار د ګډونوالو په استازیتوب روان نورزي وویل چې دوی په دې ځای کې د ټولنې مخور، روڼ اندي، مدني فعالان او د رسنیو استازي راغونډ کړي، تر څو په ګډه د سولې پر منطقي لارو چارو بحث وکړي او په دې اړه خپل وړاندیزونه مخې ته کړي.
د غونډې په پای کې د خوشال حسن له خوا د غونډې پنځه ماده ییز پرېکړه لیک ولوستل شو چې په یوه برخه کې يې راغلي وو:
"موږ په ګډه د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوو چې د بین الافغاني مذاکراتو په خاطر له هر ډول شرطونو پرته د خبرو اترو مېز ته کېني او د خپل هېواد او وطنوالو اړتیاوو همدارنګه زموږ سترو ارزښتونو ته په کتو تصمیم ونیسي، سوله تأمین او د جګړې بدمرغه لمن ټوله کړي.
۲-موږ د غونډې ګډونوال په یو غږ د خپل ګران هېواد له ځوان کهول غوښتنه کوو چې په خپلو سیمو کې دې، د سوله ییز چاپېریال د رامنځته کولو او د جګړه مارو د ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي لپاره خپلې هېوادنۍ وجیبې په پوره همت، زړورتوب او افغاني غرور ترسره کړي."
په پرېکړه لیک کې د افغان دولت او هغو نړیوالو ادارو څخه چې د افغانستان د ښوونې روزنې له بهیر سره پر مرستو لګیا دي غوښتنه شوې وه چې د هېواد په ښوونیز نصاب کې دې د سولې او ټیکاو په اړه ځانګړي مضامین زیات او زده کوونکو لپاره دې په منظم ډول لوستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تأمینولو د مقدماتي چارو لپاره درېیمه څلور اړخیزه ناسته د فبرورۍ پر ۶ مه اسلام اباد کې جوړه شوې وه.
راپورونه وايي څلور واړه هېوادونه، افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په دې رضا شوي چې د طالبانو ټولو ډلو ته به د خبرو په پروسه کې د ګډون موقع ورکړل شي.
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم ویلي چې دوی به هڅه وکړي، تر څو د طالبانو ټولې ډلې د سولې خبرو ته کېنوي.
راپور: نجیب الله الوخېل