نن هم د سوريې په لسګونو-زره بې ځايه شوي کسان د ترکيې په سرحد کې راغونډ شوي دي.
دوی د سوريې په حلب ښار کې د دولتي قوتونو د هغو عملياتو له کبله کډې کولو ته مجبوره شوي چې د روسيې په ملاتړ روان دي.
ترکيې ويلي د ښځو او ماشومانو په ګډون به له ګڼو خلکو سره مرسته وکړي، خو تر اوسه يې خپل سرحد نه دى پرانيستى.
مرستندويه سازمانونو خبردارى ورکړ چې دوى له کړکېچن حالت سره مخامخ شوي دي.
په همدې حال کې په پام کې ده د جرمني صدراعظمه انګېلا مرکل نن انقرې ته ورسېده.
هغه به د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان او صدراعظم احمد داود اوغلو سره وګوري.
اروپايي ټولنه وايي انقره مجبوره ده، دغو کډوالو ته خپل سرحد پرانېزي. دغه راز يې پر ترکيې فشار راوستلى د هغو کډوالو په مخنيوي کې هم همکاري وکړي چې لوېديځې اروپا ته روان دي.
د دغو کډوالو ډېره برخه د ترکيې له لارې اروپايي ټولنې ته داخلېږي.
بلجيم ژمنه کړې چې ترکيې ته به درې میليارده او درې سوه مليونه ډالره ورکوي، څو انقره په بدل کې اروپايي ټولنې ته د تازه راروانو کډوالو په مخنيوي کې مرسته وکړي.